پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سعودي عربستان لخوا د اټومي وسلو هڅې د لوېدیځ نفوذ پیاوړی کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي عربستان لخوا د اټومي وسلو هڅې د لوېدیځ نفوذ پیاوړی کوي

خبر:

تېره اونۍ ولیعهد محمد بن سلمان په یو مرکه کې خبرداری ورکړ، که ایران اټومي وسله جوړه کړي، نو سعودي عربستان به یې هم جوړه کړي. د محمد بن سلمان خبرداری نه یوازې له ایران سره د هغې اټومي هوکړې پر دوام اغېز لري، چې په ۲۰۱۵ م کال کې ترسره شوه، بلکې د لوېدیځ له اغېز څخه د اسلامي نړۍ د ژغورلو هڅې هم کمزورې کوي.

تبصره:

د ولیهعد محمد بن سلمان دا ډول څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسون له ګوښه کېدو سره سمې رابرسېره کېږي، چې نوموړی له ایران سره د شوې اټومي هوړې د بیا کتنې خلاف و. داسې برېښي چې په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د شوي اټومي تړون د تعدیلولو په لټه کې دی. که ټرمپ او د هغه مرستیالان په ریښتیا هم په منځني ختیځ کې د سولې هیله لري، نو باید د کېنيټ والټز څرګندونو ته په سمه توګه پام واړوي.

د نوي ریالیزم پلار کېنيټ والټز د امریکا له لومړنيو پوهانو څخه دی، چې د شته حالت خلاف یې په منځني ختیځ کې د اټومې وسلو د شتون ملاتړ کړی. والټز څرګنده کړې، چې په منځني ختیځ کې د یهودي دولت اټومي غوراوي دوی ته له خپلو ګاونډیو سره د متعارفي(مخامخ) جګړې زمینه برابره کړې او په ټول منځني ختیځ کې  یې ناارامۍ ته لمن وهلې. والټز په دې باور دی چې په اټومي وسلو سمبال ایران به یهودي دولت له متعارفي جګړې څخه را وګرځوي، په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې چې د ایران تر زیات نفوذ لاندې دي، لکه: لبنان او سوریه.

همداراز والټز وایي، چې د اټومي وسلو زیاتوالی به یو ډول توازن را منځته کړي، چې د سیالو دولتونو له لورې به د تاوتریخوالي او د جګړې د غوښتنو کچه را ټیټه او د اټومي جګړې مخه به ونیسي. د دې کړنې د ترسره کولو له امله نږدې ده چې سوله د بې ثباتۍ او نفوذ ځای ونیسي.

په ضمني توګه، د والټز د ارزونې پر بنسټ په سیمه کې به د اټومي وسلو پراختیا د هغو دولتونو تر منځ د ثبات په منځته راتګ کې اغېزناکه ثابته شي، چې تر منځ یې د ایډیالوژیو توپیر موجود دی. ځکه د والټز په اند کله چې نړۍ دوه قطبي وه او سړه جګړه روانه وه، همدې اټومي وسلو د ثبات په ساتلو کې مرسته وکړه او په راتلونکې کې به په منځني ختیځ کې د دوو قطبونو د جوړېدو پر مهال ایران او یهودي دولت د دوو بېلو قطبونو برخې وي.

د محمد بن سلمان له لورې د اټومي وسلو د لاسته راوړلو هڅې د والټز د نظریې پر خلاف دي او په سیمه کې د ايران د ځمکنیو ځواکونو د نفوذ پر وړاندې څرګندې هڅې دي. د سعودي عرب له لورې پاکستاني ځواکونو ته له وروستۍ بلنې څخه موخه دا ده، چې د یمن په جګړه او همداراز له شاهي دولت سره په کورني ثبات کې مرسته وکړي. [خلیج ټایمز]

د سعودي او ایران تر منځ اختلافات حتمي دي، خو دا اختلافات ایډیالوژیکي ریښه نه لري. وهابیزم او شیعیه‌ییزم د اسلامي فقې دوه ښاخونه دي. پر دې سربېره د ایران او سعودي عرب ترمنځ اختلافات د یهودي دولت په پرتله ایډیولوژیک نه دي. د دواړو هیوادونو خلک یهودي دولت ته د یو پردي دولت په سترګه ګوري او د صلیبي جګړې یوه برخه ده چې له دولسمې پېړۍ را په دې خوا دوام لري.

د محمد بن سلمان لپاره غوره دا ده، چې د اټومي وسلو لاسته راوړلو هڅې د یهودي دولت د اټومي غوراوي پر وړاندې تر سره کړي. په دې توګه به ان په سیمه کې؛ د ایران تر څنګ د منځني ختیځ ټول اوسېدونکي د دې هڅې پراخ ملاتړ وکړي. د دې کار بله ګټه په سیمه کې د مسلمانانو د زیاتېدونکي ملاتړ خپلول دي، چې له امله به یې په اسلامي نړۍ کې مسلمانان وهڅول شي، چې صلیبي پروژو ته د پای ټکی کېږدي.

محمد بن سلمان ټینګار کوي چې د ایران پر وړاندې به د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړي. په داسي حال کې چې د فلسطین پر سپېڅلې خاوره باندې د یهودي دولت ښکېلاک ته مشروعیت ورکوي. له دې څخه جوتیږي، چې سعودي عرب د ایران پر وړاندې له یهودي دولت سره لاس یو کړی او د مسلمانانو تر منځ د یووالي مخه نیسي. 

دا ښکاره ده چې نه ایران او نه هم سعودي عرب د دې وړتیا او ظرفیت لري، چې د اټومي ځواک په لرلو سره یوې باثباته رهبرۍ ته لاره هواره کړي. دوی لا هم د لوېدیځ په ملاتړ د یهودي دولت د پیاوړتیا سبب شوي دي. یوازې خلافت کولای شي، چې په بریالیتوب سره د اټومي پیاوړتیا پر مټ له لوېدیځ سره سیالۍ ته را ودانګي او د لوېدیځ نفوذ نه یوازې په منځني ختیځ کې بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې پای ته ورسوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهاټي

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې